برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

۴۹ سلنه امریکايان د ټرمپ استیضاح غواړي

آریانانیوز: واشنګټن پوسټ له «اې، بې، سې» تلویزون سره په ګډه نظر پوښتنه کې ۴۹ سلنه امریکايي ولس د ټرمپ د استیضاح غوښتنه کړې ده.


د سرچینې په وینا نږدې نیمايي ولس له کانګریسه غواړي، چې ډونالډ ټرمپ دې د ناکامي حکومتولۍ له خاطره استیضاح کړي.
ټرمپ دعوه کوي، چې د امریکا اقتصاد يې غښتلی کړی او د امریکا پولې يې خوندې کړې دي.
ډونالډ ټرمپ مشخصاً د دې سرچینو د نظر پوښتنې په اړه څه نه دي ويلي.
هغه چې سیاست ته تر راتګ وړاندې یوازې پر یو سوداګر مشهور و، د جنجالي ټاکنو له لارې د امریکا ولسمشرۍ ته راغی.
د هغه د نوماندۍ پر مهال د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ویلي و، هغه لېونی دی او د امریکا د ولسمشرۍ لایق نه دی.
د جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ ستراتېژي ته هیله کېدله، خو هغه يې پخپله نږدې میاشت وړاندې د بیا کتنې غوښتنه وکړه.
دا ستراتېژي چې افغانستان کې روانه جګړه يې هم برخه ده، زموږ هېواد کې تر ډېره د جګړې پر توندېدو او د هوايي بریدونو پر ډېرښت متمرکزه وه، چې بیا يې هم د بریا غږ ونه شو.

شریک یي کړئ!