آریانانیوز: د یونم پوهنتون وايي چې کارلوس، د دغه پوهنتون په تاریخ کې تر ټولو ځوان زده کړیال دی.
یوه ۱۲ کلن مکسیکويي ماشوم، د دغه هېواد یوه معتبره پوهنتون ته لاره پيدا کړه.
کارلوس سنټاماریا ډیاز، د مکسیکو «یونم» ملي پوهنتون ته په ازموینه کې تر بریا وروسته، د دغه پوهنتون روغتیايي فېزیک (بیومېډګیل فېزیک) پوهنځۍ ته لاره پيدا کړه.
دغه ماشوم، په مکسیکو کې ټول حیران کړي دي. هغه له خبریالانو سره په مرکه کې په کلکه د خپل هېواد پر حکومت نیوکه کوي.
هغه وايي:«اوسني حکومت ته زما سپارښتنه دا ده چې د تېرو ولسمشرانو تېروتنې دې نه تکراروي او د پاڅونونو د رامنځته کېدو لامل دې نه شي.»
دغه زدهکړیال ماشوم، پوهنتون د موجوده پوهې د زدهکړې لپاره یوازې یو اغېزمن ځای نه بولي او په مکسیکو کې د لیک لوست نظام د بدلون غوښتونکی دی.
ډیاز زیاتوي:«باید د مکسیکو ښوونیز نظام بدلون وکړي او یوازې هغه شی نه وي چې له هغه سره ستاسو مغز ډک کړي. ښوونیز بنسټونه باید یوازې د زده کړې ځای نه وي، بلکې د نویو شیانو د کشف ځای وي.»
کهڅه هم کارلوس اوس په یوه معتبره پوهنتون کې زده کړې کوي خو هغه د نوروماشومانو په توګه لوبې خوښوي.
هغه وویل:«زه هغه لوبې چې ټول ماشومان ورسره مینه لري خوښوم. فوټبال زما د خوښې لوبه نه ده خو زه فوټبال کوم.»
د کارلوس کورنۍ وايي پر هغه ویاړي او غواړي چې د هغه بریاوې دوام پيدا کړي.
د کارلوس مور ارسلیا ډیاز وايي:«هره مور چې وي ډېر ښه احساسات به ولري او پر کارلوس به وویاړي. موږ د هغو کارونو په تمه یوو چې هغه به یې ترسره کړي.»
کارلوس چې نهه کلن وه د دغه پوهنتون د کېمیا، بیولوژي او بیوشیمي په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کړی وه. د یونم پوهنتون چارواکي وايي چې دغه ماشوم به، یو عادي زدهکړیال وي او هغه ته به ځانګړی امتیاز ور نه کړل شي.