برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کليفورنيا کې د نڅا په مجلس برید کې ۱۳ تنه وژل شوي

آریانانیوز: د امريکا په کليفورنيا ايالت کې د نڅا په يو کلب باندې ډزې شوې دي چې له امله يې ۱۳ تنه وژل شوي دي.


د کليفورنيا ايالت يو تن امنيتي چارواکي جيوف ديان ويلي دي چې د تاوزند اوکس په ښار کې يو تن بريد ګر د نڅا او شرابو په يو مجلس بريد کړی دی چې له امله يې ۱۳ تنه وژل شوي دي.
ديان ويلي دي چې بريدګر څو تنه نور هم وژلي دي خو کره شميره يې معلومه نه ده، هغه وويل چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې بريد ګر هم وژل شوی دی.
ويل کيږي چې د بريد پر مهال په سيمه کې شاوخوا ۲۰۰ کسان راټول شوي وو چې په نڅا او شرابو څښلو بوخت و.
د يادونې وړ ده چې په امريکا کې وخت ناوخته د ناپيژاندو کسانو له لوري په غونډو او مجلسونو ډزې کيږي چې د خلکو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.
تراوسه د بريد د انګيزې او د بريد ګر هويت نه دی معلوم شوی.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا يوه دردونکې پيښه بللې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي