د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر مشر سردار مسعود خان په کشمیریانو باندې د هندوستان د امنیتي ځواکونو بریدونه د سویلي آسیا د ناامنۍ لامل وبلل.
هغه وویل: نوی ډیلی د خپلو حملو په جاري ساتلو سره، د هند تر کنټرول لاندې کشمیر سیمې د خلکو د حقوقو د پوره کیدو مخه نه شي نیولی ځکه چې د دغې سیمې له خلکو د پاکستان سیاسي ملاتړونه هم هغه شان دوام لري.
همدا راز سردار مسعود خان د هند او پاکستان ترمینځ د صلحې د موافقې خلاف ورزۍ ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې هندي پوځیانو په ځلونو د کشمیر کنټرول لاین په خواوشا سیمو باندې بې وجې ډزې کړې دي.