برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۱ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کشمیر ته د هندي وزیراعظم په سفر باندې اعتراض کښې پراخې مظاهرې

په دغو مظاهرو کښې ګډونوالو د هند د امنیتي ځواکونو په حمله کښې د کشمیریانو د وژلې په غندلو سره د دغو حملو د ختمیدو غوښتنه وکړه.


د هندوستان حکومت د حالاتو د کنټرولولو لپاره د امنیتي تابیاؤ پر سختولو سربیره تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کښې انټرنیټ او د موبایل سروس هم بند کړی دی.
د هند وزیراعظم نریندر مودي د دغه هیواد له خاورې د کشمیر په نه بیلیدو او دغې سیمې ته د نوي ډیلي په پاملرنې باندې په ټینګار سره تل کشمیر ته سفر کوي. دا په داسې حال کښې دي چې د کشمیر خلک په خپلې سیمې کښې د هند د پوځي ځواکونو له شتون سره د مخالفت اعلانولو لپاره له هر فرصته ګټه پورته کوي. مودي په داسې حال کښې دې سیمې ته سفر وکړ چې په یوې اته کلنې کشمیرې ماشومې باندې له تیري او بیا یې د وژلو په وجه چې ویل کیږي هندي امنیتي ځواکونو پکښې لاس درلود، د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر د خلکو قهر او کرکه لازیاته راپارولې ده. په کشمیر کښې د دیره هندي پوځیانو دې جنایت ته د هند د وزیراعظم ناوخته غبرګون، د دغې سیمې د خلکو په اند وښودله چې په کشمیر کښې د هندي پوځيانو کړچار د نریندر مودي د ملاتړ وړ دی. په دې وجه داسې ښکاري چې هغه دا سفر د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د خلکو د دلاسې لپاره وکړ. دا په داسې حال کښې دي چې د دغې سیمې خلک د هند د پوځي شتون د ختمیدو او په کشمیر کښې د هندوستان د امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو د بندیدو غوښتونکي دي. ځکه چې دا اختیارات د هندوستان پوځي ځواکونو ته اجازه ورکوي چې په یاده سیمه کښې هر جنایت وکړی شي.
د سیاسي چارو کارپوه فارض فیاض وايي: د کشمیر خلک به تر کومې د هندي ځواکونو د ټوپکو په سیوري کښې ژوند کوي؟ د دې سیمې خلک له کلونو راهیسې مرګ او ویراني تجربه کوي او پکار دي چې دا حالت ختم کړی شي.
د کشمیر کړکیچ نه یوازې د هندوستان د حکومت کړنلاره او سیاستونه له چیلنج او پراخ اعتراض سره مخامخوي بلې له پاکستان سره د دې هیواد په اړیکو یې هم اغیزه کړې ده. په ۱۹۴۷ کال کښې د هند او پاکستان د خپلواکۍ راهیسې دواړه هیوادونه د کشمیر په سر اختلاف لري او په دې وجه دوه ځلې په خپلو کښې جنګیدلي هم دي او د کشمیر کړکیچ لاهم د هند او پاکستان په اړیکو خپل سیوری ساتلی دی داشان چې نوی ډیلی او اسلام آباد همهغه شان په سړه صلحه کښې ژوند تیروي.
د سیاسي چارو یو بل تکړه شناندي جمال کیداوي هم وویل: په ۱۹۴۷ کال کښې د هند او پاکستان ترمینځ د کشمیر له ویش وروسته د دواړو هیوادونو ترمینځ کړکیچ او شخړه روانه ده او دا په داسې حال کښې دي چې جنګ، د کشمیر د کړکیچ د هواري لاره نه ده. زما په اند، دواړو هیوادونو له پکار دي چې د کشمیر د کړکیچ د هواري لپاره خپل هنر وښائي.
په هر حال د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې فعالې سیاسي ډلې او خلک باوري دي چې د دغه هیواد حکومت د دغې سیمې د څه باندې اوو لسیزو د کړکیچ د ختمولو لپاره د کشمیر د وضعې د ټاکلو په موخه د ټولپوښتنې ترسره کولو لپاره د ملګرو ملتو د پریکړه لیک له اجرا کولو سره موافقه وکړي او یا د پاکستان او هند د حکومتو او د کشمیر د خلکو د استازو په شتون سره د درې اړخیزو خبرواترو ترسره کیدا ومني، پرته له دې په کشمیر کښې به د کړکیچ دوام د دې سبب شي چې د آسیا جنوبي سیمه د هند او پاکستان د پوځي سیالیو په وجه همهغه شان د نړۍ ډیره لانجمنه سیمه پاتې شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي