برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

کرونا بايد مهار شي

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی دروغتیا نړیوال سازمان له لوري د بېړني حالت اعلانولو مانا دا ده چې کرونا ویروس د چین له پولو تېر شوی او په یوه داسې نړیواله ساري ناروغۍ بدل شوی چې د مهارولو لپاره یې نړیوالو هڅو ته اړتیا ده
ياد سازمان همداراز د نړۍ هغو هېوادونو ته د بېړنۍ مرستې غوښته کړې چې د روغتيا معياري سيسټم نه لري
دې سازمان ويلي، هغه هېوادونه چې معياري روغتيايي سيسټم نه لري کېدای شي چې کرونا ويروس په کې په ډېر سرعت سره خپور شي
د روغتیا نړیوال سازمان په داسې حال کې د کرونا ويروس د مخنيوي په اړه بېړنی حالت اعلانوي چې تر اوسه پورې په چین کې د دغه ویروس له کبله د مړو شویو شمېر له ۲۰۰ ډېرو کسانو ته رسېدلی دی
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د هېواد په هوايي ډګرونو کې د کرونا ویروس د پېژندلو لپاره جدي تدابیر نیول شوي او هر هغه څوک به قرنطین کړي چې په دغه ویروس د اخته کېدو نښې ولري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي