آریانانیوز: د برتانيې رویټرز خبري اژانس ليکلي، دا لارۍ له بلغاريا روانه وه او برتانيې ته داخله شوې وه.
پوليس وايي، د شمالي ايرلنډ اوسېدونکی ۲۵ کلن موټر چلوونکی يې نيولی دی او تر وروستيو څېړنو به د پوليسو د پوليسو په بند کې وي
د پوليسو ځايي مشر انډريو مارينر ويلي: «موږ د مړو شوو خلکو د هويت پيژندلو په لټه کې يو او کېدای شي دا کار وخت ونيسي.
لندن کې د بېړنيو خدمتونو اداره وايي، له لندن ښار څخه نږدې شل ميله لرې «واټر ګليډ» صنعتي پارک څخه يې په يوه کانټينر کې دا مړي موندلي دي.