فرانسوي مفکر پروفيسر فرانسوا بورجا وايي، چې په نړۍ د ترهګرۍ او سخت دريځۍ تر ټولو ستر لامل مذهب نه، بلکې سياست او دی په دې باور دی، چې په نړۍ کې د تاوتريخوالي نوي سلنه ملامتيا د لويديځ او د هغو ديکتاتورو چارواکو ده، چې لويديځ يې تر شا ولاړ دی.
بورجا يوه عربي ټلويزون سره په مرکه کې ويلي، چې لويديځ په ټوله نړۍ کې تاوتريخوالي او ترهګرۍ ته لمن وهي، د مسلمانانو په ديکتاتورو چارواکو خپلې وسلې پلوري او زياتوي، چې لويديځ په عربي هېوادونو کې خپل پوځي ځواک ازمايي او له تېرو دوو پېړيو راهيسې په اسلامي نړۍ کې استعماري سياست چلوي.
پروفيسر بورجا وايي، چې «په ټولو اسلامي ګوندونو کې اخوان المسلمين تر ټولو منځلاری ګوند دی» او په اسلامي نړۍ کې ډېری ګوندونه له اخوان او يا هم سلفیانو سره اړيکه لري او په وينا يې فرانسه له اسلامي نړۍ سره دښمني کوي او هڅه کوي، چې د فلسطين مقاومت کوونکې حماس ډله هم د ترهګرو په نوملړ کې شامله کړي.
په عربي نړۍ کې د وروستيو بدلونونو په اړه پروفيسر بورجا وايي، چې د عربي هېوادونو ستونزه په عرب پسرلي کې نه، بلکې د ۱۹۵۳ کال پر مهال په ایران کې د غرب له لاسوهنې راپيل شوې او زياتوي، چې «زه په مصر کې د کودتا د مخالفو کسانو نيونه غندم او د مصر د پوځي ديکتاتور عبدالفتاح سيسي په ملاتړ د لويديځو دولتونو دوه مخي ټولو ته روښانه شوې ده.»
پروفيسر فرانسوا بورجا وايي، چې په اسلامي نړۍ د ترهګرۍ او تاوتريخوالي مسووليت د لويديځ پر غاړه دی او غوښتنه يې کړې، چې لويديځ بايد د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره په خپل دريځ کې بدلون راولي.