برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱ تیر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په لویدیځه غاړه کې د صهیونیسټي ښارګوټونو د پراخیدو په اړه د آلمان اندیښنه

جرمني په نیواکي لویدیځه غاړه کښې د صهیونیسټي رژیم د غیرقانوني ښارګوټونو د پراخیدو په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده.


جرمني په نیواکي لویدیځه غاړه کښې د صهیونیسټي رژیم د غیرقانوني ښارګوټونو د پراخیدو په هکله اندیښنه څرګنده کړه.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه پلانونه د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د شخړې د هواري هڅې له خطر سره مخامخ کوي.

د اناتولي په وینا، د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند کریسټین واګنر ټینګار وکړ چې وروستی پلان چې د لویدیځې غاړې په لږ تر لږه ۱۹ مختلفو ځایونو کې د ۴۵۰۰ نویو استوګنیزو واحدونو جوړول په کې شامل دي، له نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده.

واګنر په دې باندې په ټینګار سره چې آلمان په څو ځله د دغې موضوع په هکله خپل نظر اسرائیلو ته رسولی دی، واګنر وویل چې برلین به دغه موضوع له نږدې وڅاري او له خپلو شریکانو سره به سلامشورې وکړي.

هغه د اسرایلي ځواکونو په برید کې د جنین په ښار کې د څو فلسطینیانو شهادت ته په اشارې سره یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ملکي وګړو وژنه د جدي اندیښنې وړ ده.

ملګري ملتونه د اسراييلو د ښارګی جوړونې فعاليت غير قانوني بولي او وايي چې دا د نړیوالې توافق شوي دوه دولتی حل چوکاټ ته زیان رسوي.

اټکلونه ښيي چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې په ۱۶۴ هستوګنځایونو او ۱۱۶ اډو کې شاوخوا ۷۰۰۰۰۰ تنه ښارګی مېشت اوسېږي، د نړیوالو قوانینو له مخې په نیول شویو سیمو کې د یهودانو ټول ښارګوټونه غیر قانوني ګڼل کېږي.

د فلسطینیانو د شمېرو له مخې د روان کال له پیله تراوسه پورې څه د پاسه ۱۶۵ فلسطینیان د اسرائیلي ځواکونو له خوا شهیدان شوي دي. په همدې موده کې په جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ اسراییلیان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!