برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۶ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په تیرو۲۴ساعتونوکې په ډ زو کې د ۱۱۴کسانو وینه بهیدل

آریانانیوز: په امریکا کې د وسلوالو تاؤتریخوالو د احصایو دثبتونې مرکز په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ، د امریکا په نیویارک ، تنسی ،مریلینډ، آرکنساس ، میشیګن،کیلیفورنیا، الیناؤ اوماساچوست ایالتونو کې په تیر شواروز کې د ډزو یو سل څلور موردونه ثبت شوی دی چې په دغو پیښو کې لږترلږه ۲۵کسان وژل شوی او ۹۸نور ټپیان شوی دی .
په دغې اعلامیې کې هداراز وئیل شوی دی ، په تیرو اته څلویښتو ساعتونو کې دامریکا په بیلابیلو ایالتونو کې د ډزو دوه سوه اوه اویا موردونه ثبت شوی دی ، چې په نتیجې کې ئې ۵۸کسان وژل شوی او ۲۲۶نور ټپیان شوی دی . همدرااز د ۲۰۱۹کال له پیل راهسې په امریکا کې دډژو ۲۷زره او اته سوه شپیته موردونه ثبت شوی دی چې ددغو درستو پیښو په نتیجې کې اوه زره درې سوه پنځوس امریکایانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز کابو څوارلس زره اود رې سوه اوه اتیا کسان ټپیان شوی هم دی .
ددغه راپور په اساس ، په دغو وژل شوو کسانو کې درې سوه دوه دیرش ماشومان چې عمرونه ئې له یولسو کلونو کم او دغه راز تر اولسو کلونو پورې ښودل شوی دی .
په امریکا کې په کال کې د ګرمو وسلو په وسیله په لسګونوزره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوی او دا دامریکا حکومت دی چې د وسلو دګرځولو دمحدودولو په باب ئې تر دې دمه د وسلو دپیر پلور دشرکتونو دډیر زیات نفوذ له امله هیڅ ډ ول قانون سازی نه ده کړې .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي