برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په امریکا کې کروناوایرس تر ۲۰ زرو ډېر کسان ووژل

آریانانیوز: درسنیودرپوټونو په اساس په امریکا د کرونا ویروس له امله د قربانیانو شمېر له شل زرو هم واوښت، له دې سره امریکا په ټوله نړۍ کې اوس مهال کرونا ځپلی هېواد بلل کېږي
امریکا کې اوس مهال ۵۳۳ زره تنه په کرونا ویروس اخته دي، چې له دې ډلې شل زره او ۵۰۰ کسان مړه شوي، او څه باندې ۳۰ زره کسان بیا له یاد ویروس څخه بېرته رغېدلي دي
امریکا د یوې ورځې په اوږدو کې د کرونا ویروس له امله د دوه زرو قربانیانو شمېر لري، چې دا شمېره ټوله نړۍ کې بې سارې بلل شوې ده
تر امریکا وروسته ایټالیا دویم هېواد دی، چې د کرونا ویروس له امله د قربانیانو لوړ شمېر لري، چې شمېر یې ۱۹ زره او ۴۶۸ کسانو ته رسي
اسپانیا د نړۍ دریم ډېر ځپل شوی اروپايي هېواد دی، چې تر ۱۶ زرو ډېر کسان پکې د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي
اوس مهال ټوله نړۍ کې تر یو میلیون ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي، چې تر سل زرو ډېر کسان بیا له همدې امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي