برخه -څانګه : economic, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پاکستان کې ۲۱ ملیونه انسانان له پاکو اوبو محروم دي

د یوې تازه خپرې شوې څیړنې له مخې پاکستان یو له هغو لسو هیوادونو څخه دی چې په کښي د پاکو اوبو ته د نه لاسرسي کچه ډېره لوړه ده.



د واټر ګیپ په نامه یوه څېړونکې مرکز د کال ۲۰۱۸ راپور نشر کړی او دغه خبره یې کړې. (بشپړ راپور دلته)
پاکستان د هغو هیوادونو په لست کې چې اکثریت وګړي يې پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري، پر نهم نمبر راغلی او په لومړیو هیوادونو کې هندوستان، ایتوپيا، او نایجیریا راغلي دي.
راپور زیاتوي چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۸۴۴ ملیونه انسانان د ژوند تر ټولو حیاتي اړتیا اوبو ته په لاسرسي کې د ستونزو سره مخ دي.
په راپور کې د هغو هیوادونو لیست هم څرګند شوی چې پاکو اوبو ته لاسرسي په کښي په نسبي ډول پرمختګ کړی چې په هغو کې افغانستان پر لومړي نمبر راغلی، او ویل شوي چې په کال ۲۰۰۰ کې یوازي ۲۷،۱ سلنه انسانانو پاکو اوبو ته لارسی درلود خو په کال ۲۰۱۵ کې دغه کچه ۶۲.۹ ته پورته شوه.

شریک یي کړئ!