برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۱ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ټرمپ لس زره ځله دروغ ویلی

آریانانیوز: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کښې ویلی دی ولسمشرۍ ته د ډونالډ ټرمپ د رسیدا اته سوه(۸۰۰) ورځې تیرې شوی دی او هغه په دغه موده کښې څه دپاسه لس زره (۱۰۰۰۰)ځله دروغ ویلی او چټی ادعاګانې یې کړی .


دغه ورځپاڼې وویل دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ورځ کښې کابو پینځه(۵) ځله دروغ او چټی ادعاګانې مطرح کوی .
د ویلو ده چې دامریکا ولسمشر ټرمپ په تیرو اوو(۷) میاشتو کښې هره ورځ کابو درویشت(۲۳) ځله دروغ ویلی وو .
دامریکا ولسمشر ټرمپ چې یو(۱) بې منطقه ، سرزوی او دروغجن سړی دی د نړۍ امنیت په خطر کښې اچولی دی .
هغه په ټوله نړۍ کښې د دیکتاتورو رژیمونو او دترهګرو ډلو ، د اسرائیلو او د عربستان ددیکتاتور ولیعهد محمد بن سلمان ستر ملاتړی دی .

شریک یي کړئ!