برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ټرمپ د پېړۍ په معاملې سره له عربو کلنګ غواړي

آریانانیوز: روسيااليوم ټي وي چېنل دیو رپوټ له مخې د فتح غورځنګ د رضاکارو او تنظيمونې د کمېشنرۍ د اطلاع رسونې د دفتر مشر منير لجاغوب له عربو هېوادونو وغوښتل د پېړتۍ د معاملې د پلان او د هغه د اجرا لپاره د ضروري مالي ملاتړونو د بيا مطح کولو په ځاے دې له دغو هېوادونو څخه د کلنګ اخېستنې په لړ کښې د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سپکاوي ډکو اقداماتو سره مقابله وکړي.
د حماس غورځنګ وياند عبداللطيف القانوع هم وويل، د ټرمپ د زوم او لوړ رتبه صلاحکار جرډ کوشنر څرګندونې پېړۍ د معاملې د جرائي کولو په هدف سره په يوې اقتصادي مسئلې د فلسطين د مسئلې د بدلولو لپاره د بحرين د اقتصادي کانفرنس له اهدافو پرده اوچتوي.
د ډونالډ ټرمپ زوم او صلاحکار پرون وويل،د پېړۍ د معاملې د پلان وړومبۍ مرحله په فلسطيني زمکو،مصر، اردن او لبنان کښې په پنځوس ميليارډ ډالري پانګونې تمرکز لري.
د بحرين پائتخت منامه د جون په ۲۵ و ۲۶ د پېړۍ معامله نومې امريکائي – صهيونېسټي پلان د اجرا په لړ کښې د اقتصادي غونډې کوربا ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي