برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ میزان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ټرمپ اعصاب له لاسه ورکړ

آریانانیوز: د امریکا د ولسي جرګې ديموکراتې مشرې «نانسي پلوسي» وايي، د سوريې په اړه له کانګريس غړو سره د ناستې پر مهال ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل اعصاب له لاسه ورکړي دي



مېرمن پلوسي ويلي، د سوريې په اړه يې له ولسمشر ټرمپ سره روانه ناسته احتجاجا پرېښې ده
د ديموکرات ګوند يوه وکيل چوک سچومر رسنيو ته ويلي، ولسمشر ټرمپ په دغه ناسته کې مېرمن پلوسي د درېيمې درجې سياستواله وبلله او نوموړې احتجاجا دغه ناسته پرېښوده
د امریکا ولسي جرګې ديموکرات او جمهوري پلوو غړو د رايو په اکثريت له سوريې د امریکايي پوځيانو د اېستلو مخالفت کړی او په دې اړه يې د ټرمپ پرېکړه غندلې، خو ټرمپ پر خپل دريځ ټينګار کوي او له سوريې د امریکايي پوځيانو ايستل سمه پرېکړه بولي
ولسمشر ټرمپ په خپل ټويټ کې ويلي، دی يوازینی کس دی، چې د امریکايي پوځيانو د خونديتوب فکر لري او هڅه کوي، چې بې ګټې او بې پایه جګړې پای ته ورسوي
ډونلډ ټرمپ وايي، امريکايي عسکر بايد د لږې مودې لپاره سوريې ته تللي وای، خو هلته يې کلونه تېر کړل، همدارنګه بايد د افغانستان جګړې لپاره هم بايد د لڼدې مودې لپاره تللي وای، خو امریکايي عسکر هلته هم نږدې دوه لسيزې ښکېل پاتې شو، او زه غواړم، چې دغه جګړې نورې پای ته ورسوم.

شریک یي کړئ!

نوی خبرونه