برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۶ حمل , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

هند د پاکستان هېڅ F-16 جيټ الوتکه نه ده ویشتلې

آریانانیوز: د امریکا د دفاع وزارت مسوولینو فارن پالیسي ته ویلي چې دوی پاکستان ته تللي او هلته يې ټولې F-16 جیټ الوتکې شمارلي چې په حساب پوره دي.


هند او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي پر مهال هند ادعا وکړه چې د هند هوايي ځواکونو قومندان ابينندن ورتمن Abhinandan Varthaman په هوايي نښته کې د پاکستان F-16 ډوله جیټ الوتکه غورځولې ده.
ابینندن تر دغې هوايي نښتې وروسته پاکستان په خپله خاوره ژوندی ونیولو او وروسته یې د تاوتریخوالي د کمیدو په موخه خوشې کړ.
د راپور له مخې لوړ پوړو امریکايي چارواکي چې د F-16 جیټ الوتکو په اړه مستقیم معلومات لري فارن پالیسي ته ویلي چې پاکستان، امریکايي مسوولین دغه هیواد ته بللي ول څو د شوې موافقې له مخې د F-16 جيټ الوتکې خپله شماري.
امریکايي دفاعي چارواکو زیاته کړې چې د نښتو له کبله ځینې الوتکې د پلټنې لپاره سمدلاسه موجودې نه وې او له همدې کبله د F-16 الوتکو شمیرنې څو اونۍ وخت ونیولو.
دوی ویلي چې اوس یې شمیرنه پای ته رسیدلې او ټولې الوتکې چې د امریکا له خوا پر پاکستان خرڅې شوي موجودې وې.
د امریکا د دفاع وزارت یو بل مسوول هم فارن پالیسي ته منلې چې دوی د پاکستان F-16 الوتکې شمیرلي چې هېڅ یوه یې ورکه نه وه.
د پېښې په تړاو شواهد ښيي چې پاکستان د هند سره په جګړه کې F-16 استعماله کړې ده. د پېښې ځای سره نیږدې امریکايي AIM-120 مزایل توکړې موندل شوي چې یواځې F-16 الوتکې د دغه مزایل استعمال کولای شي.
هند له امریکا غوښتي وو چې د پېښې په تړاو څېړنې وکړي ځکه د دوی په باور د پاکستان سره د شوې موافقې له مخې F-16 جیټ الوتکې یواځې د ترهګرو خلاف استعمالیدلای شي.
خو امریکايي چارواکي بیا وايي چې له پاکستان سره په موافقه کې داسې څه نشته دی چې د F-16 الوتکې استعمال محدود کړي.
دوی ویلي، دا ډیر سادتوب چې موږ پر پاکستان نظامي تجهیزات خرڅوو خو دوی دې يې بیا په جګړه کې نشي استفاده کولای.

شریک یي کړئ!

نوی خبرونه