برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۳ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

متحده عرب اماراتو يو ځل بيا د صهيونېسټ رژيم د لوبو د ټيم کوربه

آریانانیوز:د صهيونېسټ رژيم د لوبو يو ټيم د اماراتو په پائتخت ابوظبۍ کښې د ګوډو شلوکسانو په خاصو نړيولو لوبو کښې ټاکل شوې ده شتون پېدا کړي. د اسرائيلو ټيم په پينځويشتو لوبغاړو مشتمل دے. د تېر کال په اکتوبر کښې هم د صهيونېسټ رژيم لوبغاړو په ابوظبۍ کښې د نړيوالې اتلولۍ په لوبو کښې شرکت وکړ. په دغو مراسموکښې د صهيونېسټ رژيم د کلتور وزيرې مېرمن مېري ريګيف هم ګډون وکړ او د اماراتو د لوبو او سياسي چارواکو يې تود هرکلے وکړ. د سيمې بدلونونه د فارس خليج د سيمې له عربو هېوادونو سره د تعلقاتو د ټينګولو له لارې له ګوښه کېدو څخه د وېستلو لپاره د اسرائيلو د تحرکاتو ښودنه کوي. په خاصه توګه په وروستيو کلونو کښې له صهيونېسټ رژيم سره د سعودي‎، اماراتو او بحرين د ملګرتياو نويو اړخونو په رسنيو کښې پراخه انعکاس ولرۀ او د امريکې په وساطت سره له صهيونېسټي دښمن سره د عربو سازشکارو مشرانو مخ په زياتېدو تعلقاتو پامونه ځان ته ګرځولي دي. دغه تعلقات د ډونالډ ټرمپ په دوران کښې د پېړۍ د موافقه ليک په شان د هغو دسيسه ناکو منصوبو په قالب کښې چې مقصد يې په عربو هېوادونو باندې په سيمه په تېره بيا قدس شريف کښې د اسرائيلو د تسلط لټونې قبلول دي.
له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د عادي کولو لپاره د سعودي په شمول د اماراتو او بحرين او ځينو نورو عربوهېوادونو تحرکات په داسې حال کښې دي چې دغه رژيم کلونه وشول د فلسطينيانو له ځپلو نه علاوه په زياترو عربو او اسلامي سيمو باندې قبضه کړې ده. له دې سره سره په وروستيو کلونو کښې د صهيونېسټ رژيم او عربو واکمنانو ترمېنځ ملګرتياوې په کامله توګه په ډاګه شوې دي او دا چې په سوريې، عراق او يمن کښې بحران اماراتي، بحريني، سعودي او صهيونېسټي جرړې لري داسې يو حقيقت تائيدوي. په دې وروستيو مياشتو کښې د اسرائيلو د رواوالي په تائيدولو کښې د سعودي د وليعهد بن سلمان د څرګندونو، له نتنياهو څخه د مسقط د هرکلي او په اماراتو کښې د صهيونېسټ رژيم د ټيمونو د شتون په شان اقداماتو کښې غور کول ښودنه کوي چې له بده مرغه د ټرمپ د پېړۍ معامله نومې منصوبه د هغې نتيجې ته د رسولو يعنې په عربو هېوادونو باندې د تسلط پېدا کولو لپاره د امريکې لخوا په سختۍ سره د تعقيبېدو په حال کښې ده.
په مجموعي توګه سعودي او امارات له صهيونېسټ رژيم سره د عربو هېوادونو د تعلقاتود عادي کولو د نوي دور مخکښان بلل کېدې شي.
ابوظبي حتی له رياض نه هم مخکې له اسرائيلو سره د تعلقاتو د عادي کولو په لټه کښې شوې ده او اوس يې هم له اسرائيلو سره تعلقات له عادي کولو هم وړاندې بيائيلي دي او د عمومي افکارو د حساسيت ختمولو په مرحله کښې شتون لري. امارات د صهيونېسټ رژيم په اړه د عربو د عامه افکارو په شمول د اسلامي نړۍ د عمومي افکارو له کرکې څخه په ښه توګه اګاهي لري او که څه هم يې له تل ابيب سره تعلقات پراخه کړي دي خوکوشش کوي چې د عامه افکارو له ردعملونو سره مخامخ نه شي. له دې امله ابوظبي په مکارانه توګه له اسرائيلو سره د تعلقاتوپراختيا په اوسنيو وختونو کښې زياتره د لوبو د تعلقاتو تر پردې لاندې تعقيبوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي