برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ آبان , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

مادورو: نتانیاهو یو شیطان دی چې د امریکا او اروپا لخوا رامینځته شوی

د وینزویلا ولسمشر بنیامین نتانیاهو د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر د لویدیځ لخوا جوړ شوی شیطان وباله .


د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د صهیونیسټ موقت او ترهګر رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د لویدیځ لخوا رامینځته شوی شیطان وباله .

مادورو په لویدیځه اسیا کې د صهیونیسټانو جنایتونو ته په اشارې سره وویل: نتانیاهو د فلسطین او لبنان په وړاندې نسل وژنه کوي او هغه څه چې ترسره کیږي جنګ نه دی.

المیادین شبکې د هغه په حواله راپور ورکړ: نتانیاهو لا هم د دې جرئت لري چې د ملګرو ملتو سرمنشی انتونیو ګوتریش ته امر وکړی چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا له قانونی پریکړه لیک سره سم د لبنان په جنوب کې د سوله ساتو ځواکونو د وتلو امر وکړی.

د وینزویلا ولسمشر هم زیاته کړه: حتی هټلر د هغه څه کولو جرئت نه درلود چې د اروپایی اتحادیې او امریکایی امپراتورۍ لخوا رامینځته شوی دا شیطان ترسره کوي.

 

شریک یي کړئ!