برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

له یوه کسه څخه ۵۳۳ کسان په کرونا ویروس اخته کیدا

آریانانیوز: درسنیويه راپورد ګانا د کبانو په يوه کارخونه کې یوه کارګر سلګونه کارګران پر کرونا ویروس اخته کړي دي.
د دغه هېواد ولسمشر نانا اکوفو اددو تېره ورځ ملت ته په خطاب کې ویلي، چې ۵۳۳ کارګر له خپل یوه کارګره پر کرونا ویروس اخته شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په هېواد کې ۹۲۱ د کرونا ویروس نوې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۵۳۳ کسان یې د کبانو د یوې کارخونې کارګران دي. دوی له تېرې چارشنبې او پنجشنې پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
دغه راز نانا زیاته کړې، چې دا کارګران د تیما ساحلي ښار د کبانو په یوه کارخونه کې اخته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې هېواد کې تر دې دمه ۴۷۰۰ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي؛ ۲۲ ترې مړه دي او ۳۲۳ نور رغیدلي دي.

شریک یي کړئ!