برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۸ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

له جنوبي کوریا څخه د مرستې غوښتنه

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جائه این سره په ټیلي فوني خبرو کښې له هغه وغوښتل له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره له واشنګټن سره مرسته وکړي
د جنوبي کوریا د ولسمشر دفتر وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ په دغو ټیلي فوني خبرو کښې له ولسمشر مون جائه این څخه  په امریکا کښې له  کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره د طبي تجهیزاتو د استولو غوښتنه کړي ده .
د امریکا ولسمشر ټرمپ ژمنه کړي ده چې له جنوبي کوریا څخه د طبي تجهیزاتو د ترلاسه کولو په بدل کښې د واشنګټن له حکومت څخه د لائسنسونو د ترلاسه کولو لپاره د جنوبي کوریا له شرکتونو سره مرسته وکړي .
د جنوبي کوریا ولسمشر مون جائه این هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د امریکا ولسمشر ټرمپ ته ډاډ وکړ جنوبي کوریا چې څومره کولای شي امریکا ته به طبي تجهیزات ورکړي .
په امریکا کښې تراوسه نهه څلویښت زره پینځه سوه څلور نوي  کسان په کورونا وایروس ککړ شوي او شپږ سوه دوه ویشت تنه  وژل شوي هم دي .
د کورونا وایروس د خپریدا په هکله د امریکا د ولسمشر ټرمپ د حکومت کړچار په هکله د خلکو اندیښنې زیاتې شوي دي او حتی څو ایالتونو بیړنی حالت هم اعلان کړی دی .
بل خبر دا چې د بریتانیا د روغتیا وزارت هم بیګا په تیرو څلرویشتوساعتونو کښې په کورونا وایروس د نورو اوه اتیا  کسانو د وژل کیدا خبر ورکړ .
د انګلستان روغتیا وزارت وویل په تیرو څلرویشتو  ساعتونو کښې په کورونا وایروس د ککړو اوه اتیا  کسانو په وژل کیدا سره په هیواد کښې د وژل شویو کسانو شمیر څلور سوه دوه ویشت تنو ته ورزیات شو .
په بریتانیا کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیبر اته زه اوه اویا  ته رسیدلی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي