برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ مرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

غزه کې قحطۍ د زرګونو کسانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې خبرداری ورکړی چې په غزې تړانګه کې د قحطۍ د دوامدارې پالیسۍ په نتیجه کې د زرګونو ناروغانو، ماشومانو او ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخامخ دی.


د فلسطین د سرې میاشتې ادارې په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ: د غزې په تړانګه کې د قحطۍ له امله د ګڼو کسانو د شهادت لامل شوی چې زیاتره یې ماشومان دي.

د فلسطین سرې میاشتې همداراز خبرداری ورکړی چې په غزه کې د قحطۍ له امله د زرګونو نورو فلسطینیانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

په بیانیه کښې زیاته شوې ده: که د غزې د محاصرې د پای ته رسولو لپاره جدي اقدامات ونه شي او په دوامدار ډول د غزې تړانګې ته د مرستو د داخلیدو اجازه ورنکړل شی، د زرګونو خلکو ژوند به له خطر سره مخامخ شی.

په داسې حال کې چې په غزې تړانګې دصهیونیسټ رژیم د یرغل له پیله ۲۹۶ ورځې تیرې شوی دی له کومې پایلې او لاسته راوړنې پرته دغه رژیم ورځ په ورځ په خپلو داخلی او خارجی بحرانونو کښې ډوبیږی .

په دې موده کښې صهیونیسټ رژیم په دغه سیمه کښې له قتل عام، ورانۍ، جنګی جنایتونو، د نړیوالو قوانینو په خلاف ورزۍ، د امدادی موسسو په بمباریو او په دغه سیمه کښې له قحطۍ او لوږې له لګولو پرته بل څه نه دی ترلاسه کړی.

اشغالګر رژیم پرته له کومې راتلونکې لاسته راوړنې په دې جګړه کې ماتې وخوړه او له لسو میاشتو وروسته هم ونه توانید چې په هغه کوچنۍ سیمه کې چې له کلونو راهیسې تر محاصرې لاندې ده، مقاومت جبهې ته ماتې ورکړي.

د غزې په تړانګه کښې د شهیدانو او زخمیانو په هکله وروستۍ احصائیې په ډاګه کوی چې په دغه سیمه د صهیونیسټی رژیم د حملو له پیل راهسې تراوسه ۳۹ زره او۲۵۸ فلسطینیان شهیدان شوی او ۹۰ زره او ۵۸۹ سوه نور ټپیان شوی دی.

شریک یي کړئ!