برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

صهیونیسټي رژیم په جیلونو کښې د فلسطیني اسیرانو حالات

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس فلسطیني اسیرانو کمیټې په یوه خبرپاڼه کښې ویلې دي: اووه تنه فلسطیني اسیران چې بې له هیڅ تور او محاکمې یې له خپلې ادارې نیونې سره په مخالفت کښې له څه باندې شلو ورځو راهیسې لوږتړ کړی دی، د هغوي د دې اداري توقیف د ختمولو په لړ کښې غوښتنو ته لاهم هیڅ پام نه دی شوی.
په دغه بیانیه کښې راغلې دي: په الرمله زندان کښې د جعفر عزالدین په نوم فلسطیني اسیر چې له ۳۶ ورځو راهیسې یې له خوړو ډډه کړې ده، بدني حالت لاخراب شوی او په خولې وینه غورځوي.
په دغه بیانیه کښې زیاته شوې ده چې په هم دغه الرمله جیل کښې احمد زهران هم چې له تیرو ۲۹ ورځو راهیسې یې لوږتړ کړی دی، له سختو جسماني حالاتو سره مخامخ دی.
د فلسطیني اسیرانو کمیټه زیاتوي چې د اسرائیلو د زندانونو مدیریت په لوږتړ کونکو اسیرانو باندې غچ اخیستونکې سزاګانې ورتپي او هغوي له خپلو کورنیو او وکیلانو سره له ملاقاته بې برخې کوي او تل یې له یو جیل نه بل جیل ته منتقلوي.

شریک یي کړئ!