برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

سورئې سواحلو ته دوه سترې جنګي بیړۍ لیږل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس دسورئې په ادلب ولایت کې د سورئې او د هغو دمتحدانو روسی پوځیانو سره د ترکیې د پوځیانو په تاؤتریخولي پسې دروسیې دوه جنګي بیړۍ چې په کروز توغندیو سنبال دي ، د سورئې سواحلو او مدیترانې سمندر په لور خوځیدلي دي
راپور ښئ ،د تور سمندر په بیړیو کې د روسیې دسمندري ځواک استازي الکسي رولف بیګا وئیلی دي ، د روسیې ایډمیرل ماکاروف او ایډمرل ګریګوریوویچ نومې جنګي بیړۍ له ترکیې سره نزدې له بسفر تنګي څخه دسورئې په لور خوځيدلي دي .
د روسیې دغه اقدام له دې وروسته شوی ، چې دسورئې په ادلب ولایت کې په بیګانۍ هوائي حملې کې د ترکیې ۳۴پوځیان وژل شوي او ماسکو ددغې شخړې په غبرګون کې وئيلي چې د ترکیې پوځيان د ترهه ګرو په لیکو کې شامل دي .
داپه داسې حال کې دي ،چې د ناټو موسسې عمومی منشي د سورې د ادلب ولایت د شخړې په باب د ناټو بیړنۍ غونډه بللې ده .
په ادلب او حلب ولایتونو کې د ترهه ګرو ډلو په ضد د سورئې دپوځ عملیات ، له ترهه ګرو څخه دترکیې دپوځ له مخالفت سره مخامخ شوي دی ، حال دا چې د ترکیې پوځ د سورئې د ټاټوبی ځيني سیمې نیولي هم دي .
د دمشق چارواکو ټينګار کړی،اجازت به ورنکړي،د انقرې پوځي ځواک له ترهه ګرو ملاتړ وکړي .
په یوه بل راپور کې وئیل شوي دي ، چې د سورئې په شمال ختیځ کې د قامشلي ښار په شاوخوا کې دسورئې پوځ د امریکائي پوځ د هامو زغرګاډو باندې مشتمل کاروان درولی او مخکې ته د تلو اجازت ئې نه دی ورکړی او په شا ئې ستنۀ کړي دي .

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي