برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۵ تیر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

روغتیا نړیوال سازمان: شپاړلس سوه فلسطیني ماشومان له سختې خوارځواکۍ رنځیږي

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر په غزه کې د سختې خوارځواکۍ له امله د فلسطیني ماشومانو وضعیت کړکېچن وباله.


صهیونیسټ رژیم په غزې کښې د فلسطینیانو په خلاف له لوږې څخه د وسلې په توګه کار اخلي . دې مسئلې د غزې په تړانګه کې د طبي مرکزونو په شمول د استوګنې په سیمو او بنسټیزو تاسیساتو د پراخو بمباریو ترڅنګ، د فلسطینیانو نسل وژنې ته لاره هواره کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې فلسطیني ماشومان د لوږې او قحطۍ له خطر سره مخامخ دي.

د دغه نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم ټینګار وکړ چې د غزې د نفوس یوه لویه برخه اوس له لوږې او قحطۍ سره لاس او ګریوان ده. د دې ترڅنګ د ماشومانو وضعیت هم ډېر خراب دی.

هغه په ډاګه کړه، سره له دې چې دې کانال ته د بشردوستانه مرستو په رسیدو کې د زیاتوالي راپورونه شتون لري، شواهد نه ښيي چې د ویش په بهیر کې، هغه کورنیو ته چې دې موادو ته سخته اړتیا لري کافي خوراکي توکي رسیدلي وي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر په فلسطیني ماشومانو باندې د دغې ستونزې سختو اغیزو ته په اشارې سره زیاته کړه: اوس څه باندې اته زره ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي له خوارځواکۍ رنځ وړي او په روغتونونو کښې تر درملنې لاندې دي. په داسي حال کې چې له دغو ماشومانو څخه ۱۶۰۰ یې په خورا سختې خوارځواکۍ اخته دي.

دغه لوړ پوړی نړیوال چارواکی څرګنده کړه: د امنیت د نشتوالی او کافي اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله په غزه کې د سختې خوارځواکۍ د ناروغانو لپاره یوازې دوه مرکزونه فعال دي. د خوندي روغتیا ساتنې سیسټم چمتو کولو کې زموږ ناتوانۍ او د څښاک پاکو اوبو او روغتیا ساتنې تجهیزاتو نشتوالي سره د فلسطین ماشومانو کې د خوارځواکۍ خطر د پام وړ زیات کړی دی.

 

شریک یي کړئ!