برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۸ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

روسیه وایي په سوریې کې یاغیان د کیمیاوي وسلو د برید تیاری نیسي

آریانانیوز: روسیې ادعا کړې چې په سوریه کې یاغیان د کیمیاوي وسلو د برید تیاری نیسي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په یاغیانو تور ولګاوه چې د کیمیاوي وسلو برید پدې خاطر کوي چې د سوریې په حکومتي ځواکونو د غربي هیوادنو برید ته لار بهانه پیدا کړي.

د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګې ریاب کوف پرون د سه شبنې په ورځ وویل چې د لیوانت د آزادۍ جبهې په نامه ډله چې د القاعده د شبکې سره تړلې ده، پلان لري چې د ادلیب ولایت په شمالي برخو کې د کیماوي وسلو برید وکړي.

ریاب کوف ویلي دي چې د وایټ هیلمیټ په نامه د ژغورنې ډله به د دغو بریدونو ویډیو ثبت کړي. روسیې پدې ډلې تور لګولی چې په سوریه کې د مخکنیو بریدونو په هکله یې هم نا سم معلومات خپاره کړیدي.

شریک یي کړئ!