برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۴۶۳ تنو ته لوړیدا

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د ایټالیا لومړي د نوي ډول کرونا ویروس له امله په هیواد کې د ډیرو عاجلو حالاتو نه پرته په ګرځیدو محدودیت لګولو نه خبر ورکړی دی
هغه وویل چې په ټول هیواد کې بیړنی حالت اعلانوم
همداشان په اسپانیا کې هم د کرونا ویروس په چټکۍ سره د خوریدو په حال کې دی. د اسپانیا په مادرید ښار کې په یو ورځ کې د کرونا په ویروس د اخته شوو کسانو شمیره دوه برابره لوړه شوه. همداشان د مړو شمیره هم دوه برابره شوې ده . د مړو شمیره د ۸ نه ۱۶ تنو ته او په ویروس او د مثبتو پيښو شمیره د ۲۰۲ تنو نه ۴۶۹ تنو ته لوړه شوه
ویل کیږي په اسپانیا کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره د زرو تنو نه اوښتې ده . د نوموړي هیواد لومړي وزیر ویلي دي چې هر څه ژر به د عاجلې مداخلې پلان تطبیق کړو. هغه په خلکو د موټي کیدو غږ وکړ
همداشان په فرانسه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲۵ تنو ته لوړه شوه. د فرانسې د کولتور وزیر هم په کرونا ویروس اخته شوی دی.
د فرانسې د کولتور وزارت ویلي دي چې د وزیر روغتیايي حالت ښه دی
همداشان د جرمني د شمالي رن ویستفلي په ایالت کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲ تنو ته لوړه شوه. همداشان په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره زرو تنو نه اوښتې ده
په انګلستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۵ تنو ته لوړه شوې ده . همداشان د مثبتو واقعو شمیره ۳۱۹ ښودل شوې ده . په سویس کې هم په ۳۶۹ تنو کې کرونا ویروس تشخیص شوی دی
په هالنډ کې د مثبتو واقعو شمیره ۳۲۱، په سویډن کې ۲۵۲، په بلجیم کې ۲۳۹، په اتریش کې ۱۳۱، یونان کې ۸۴، په ډنمارک کې ۵۹ ، په چک کې ۳۲ او په پولنډ کې ۱۶ ته لوړه شوې ده
په پرتګال کې د مثبتو پيښو شمیره ۳۲ ته لوړه شوې ده . په نوموړي هیواد کې ټول رسمي پروګرامونو د ۲ اونیو لپاره ځنډول شوي دي. همداشان ددې هیواد ۷۱ کلن ولسمشر هم د کرونا ویروس معاینه کړې ده چې نتیجه يي منفي وه
د اروپا د مرکزي بانک په یو پروسونل کې هم کرونا ویروس تشخیص شوی دی
په امریکا متحده ایالتونو په ۳۵ ایالتونو کې ۵۰۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي. همداشان د مړو شمیره هم ۲۱ تنو ته رسیدلې ده
په کاناډا کې هم دوو تنو د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی. د مثبتو پيښو شمیره ۷۷ ته لوړه شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي