برخه -څانګه : social, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۹ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د پیسو نړیوال صندوق: یو پر دریمه برخه یمنیان د خوړو امنیت نه لري

د پیسو نړیوال صندوق وايي چې د جګړې ځپلي یمن یو پر دریمه برخه خلک د نړۍ د بیو د لوړوالي له امله د خوراکي امنیت څخه برخمن نه دي.


ملګرو ملتونو پورې تړلې د خوړو او انرژۍ د بحران د غبرګون ډلې ویلي: په تیرو دریو میاشتو کې د اوکراین وضعیت په ټوله نړۍ کې 1.6 ملیارد خلک اغیزمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: په اوکراین کې د روسیې د عملیاتو له پیل څخه درې میاشتې وروسته نړۍ له مخ په زیاتیدونکي بحران سره مخ ده چې د نړۍ د ۱.۶ میلیارده انسانانو ژوند او شتمنۍ یې اغیزمنې کړې دي.

د پیسو نړیوال صندوق هم د سه شنبې په ورځ وویل چې په نړیواله کچه د اجناسو د بیو لوړوالی به په یمن کې اقتصادي او بشري کړکیچ لا پسې زیات کړي. د دغه بنسټ د راپور له مخې، یو پر دریمه برخه یمنیان د نړۍ د بیو د لوړیدو له امله د خوراکي توکو له خوندیتوب څخه بې برخې دي.

په عین حال کښې د یمن د مالیې د پلان او احصائیې د وزیر مرستیال په دې وروستیو کښې اعلان وکړ چې تیریګر سعودی او اماراتی ائتلاف د یمن په خلاف په جنګ سره یوازې د ناخالص تولید له اړخه دغه هیواد ته یو سل شپیته میلیارډه ډالره تاوان رسولی دی.

سعودی عربستان د اماراتو او څو عربو هیوادونو په ملګرتیا او د امریکا ، لویدیځو هیوادونو او صهیونیسټ رژیم په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ میلادی کال په اپریل میاشت کښې د یمن دخلکو پرضد پراخ جنګ پیل کړ . د ګڼو رپوټونو له مخې سعودی عربستان د دغه بې وزله عربي هېواد په وړاندې د دغه پوځی یرغل په پیل کښې خپل هیڅ ټاکلی هدف ته نه دی رسیدلی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي