آریانانیوز: د پاکستان لومړي وزیر د فلسطین له خلکو سره د خپل هیواد په بې دریغه ملاتړ ټینګار وکړ.
د بهرنیو رسنیو له قوله، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د نومبر د ۲۹مه نېټه د فلسطین له خلکو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت یو ځل بیا د فلسطین له خلکو سره د خپل هیواد په بې دریغه ملاتړ باندې ټینګار وکړ.
نوموړی دې ته په اشارې سره چې نن سبا د اسرائیلو تر نیواک لاندې د فلسطینیانو د کړاوونو شاهدان یو، وویل: د اسرائیلو ظلم او تیری چې په معاصر تاریخ کښې بې مثاله دی، بې سزا پاتې شوی دی.
شریف څرګنده کړه: د فلسطین د مسئلې په حل کښې ناکامی نه یوازې یوه اخلاقی مسئله ده، بلکې د نړۍ د سولې لپاره هم عواقب لری.