د یوخبر له مخې د پاکستان تحریک انصاف ویاند فواد چوهدري د صلاحیت د ردیدو په وجه په راتلونکو پارلیماني انتخاباتو کښې ګډون نه شي کولی.
د پاکستان د پنجاب صوبې د جهلم ښار یوې محکمې وویل چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند دغه لوړرتبه غړی د خپل دویم واده په هکله د حقایقو د نه بیانولو په وجه رد صلاحیت شوی او اوس نو د جولایۍ میاشتې په پارلیماني ټاکنو کښې برخه نه شي اخیستی.
فواد چوهدري همداشان د خپل عاید د اندازې او د پانګې د ترلاسه کولو د طریقې په لړ کښې په دروغ ویلو هم تورن دی.