برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټرمپ کمپایني مشر په مشروط ډول، د درغلۍ اعتراف کوي

آریانانیوز: د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاين مشر پاول منافورټ منلي، چې د امریکا ضد دسیسه کې يې لاس لرلی، قضايي چارو کې يې لاسوهنه کړې او ټاکنو کې يې درغلي کړې.


د واشنګټن د یوې محکمې څارنوال اندریو ویسمن ویلي، منافورت دوه شرطونه ايښي او د معاملې له مخې اعتراف ته قانع شوی دی.
د منافورت مدافع وکیل کیون ډاونینګ ویلي، دا د هغه لپاره سخته ورځ ده، خو غوښتل يې باوري شي چې کورنۍ يې خوندي ژوند لرلی شي.
د سپينې ماڼۍ ویانده ساراسندرزی بیا د هغه اعترافونه د ټرمپ د ټاکنیزې پروسې اړوند نه بولي او په وینا يې د ۲۰۱۶م کال له ټاکنو سره هیڅ تړاو نه لري.
د منافورت قانع کول، د څارنوال روبرټ مولر د هغو څېړنو برخه ده، چې د امریکا په ټاکنو کې يې د روسيې د مداخلې په اړه روانې ساتلې دي.
مولر، د ټرمپ د کمپاین اړوند دا پنځم تن دی، چې اعتراف ته يې قانع کوي او مني چې ډونالډ ټرمپ د درغلیو له لارې واک ته رسېدلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي