آریانانیوز: د فاکس نیوز د نوې نظرپوښتنې له مخې چې پرون خپره شوه، ۴۹ فیصده امریکایان باوري دي چې د دغه هیواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ باید استیضاح شي او له سپينې ماڼۍ وویستل شي.
د امریکې د سي، این، این چینل د وروستۍ نظر پوښتنې پایلې هم چې د اکتوبر په ۲۳ خپره شوه، ښودنه کوي چې د دغه هیواد له نیمايي زیات خلک د ټرمپ د استیضاح لپاره د ډیموکراټ ګوند د نمایندګانو د هلوځلو ملاتړ کوي.
د ویلو ده چې ټرمپ نن سبا د (یوکراین ګیټ) په نوم له یوې نوې رسوایۍ سره مخ دی.