برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ټرمپ شرط

آریانانیوز: د ۲۰۱۹ میلادی کال د اګست په دوهمه د مینځ واټنه ایټمی توغندوی (ای این ایف ) تړونه د امریکا د وتلو رسمی اعلان نړۍ د بی ثباتۍ نوی پړاو ته ورداخله کړی ده . واشنګټن په لټه کی دی په دې ډول د خپلو غوښتنو او ګټو په اساس نوی تسلیحاتی تړون ته بڼه ورکړی .



په دې لړ کی د امریکا ولسمشر ټرمپ د داسې تړون غوښتنه کړی ده چی د امریکا د نړیوال سیالان پکې شامل وی . ټرمپ وویل د ایټمی توغندیو په هکله په هر ډول نوی تړون او موافقه کی باید روسیه او چین هم شامل وی .
د واشنګټن له نظره باید چین چی د لنډ او مینځ واټنه توغندوی سیسټمونو په پراختیا بوخت دی ، له نوی توغندوی تړون سره یو ځای شی . په داسې حال کی چی پیکنګ باوری دی چی داسې اقدام به د دغه هیواد د پوځ لپاره دناعادلانه محدودیتونو د رامینځته کیدا سبب شی . روسیه هم باوری ده چی د فرانسې ، انګلستان ، هند او پاکستان په شان ایټمی هیوادونه هم د چین په څنګ کی له دغه نوی تړون سره یو ځای شی . خو داسې ښکاری چی نه اروپایی قدرتونه یعنی فرانسه او انګلستان او نه اسیایی هیوادونه لکه چین ، هند او پاکستان د دغو وسلو په زمینه کی د محدودیتونو له رامینځته کولو سره موافقت وکړی .
امریکا چی یوازې د ای این ایف له تړونه د وتلو لپاره له خپلې خوا د ټاکل شوی مهلت د ختیمدا په تمه وو ، په چټکتیا سره د توغندوی پراختیا لپاره خپل راتلونکی پروګرامونه اعلان کړی دی . د امریکا کلی هدف دتسلیحاتی تړونونو له قید و بنده خلاصیدا ده تر څو په ازاده توګه د ایټمی وسلو ځای پر ځای کولو او پراختیا ته مخه کړی .په دې زمینه کی پنټاګون د اګست د دوهمې په شپه اعلان وکړ له ای این ایف تړونه به د امریکا په وتلو سره دغه هیواد نویو توغندویو ته پراختیا ورکړی . امریکا دټرمپ په پړاو کی د خپل نوی ایټمی ډاکټرین په اساس د کم توان لرونکیو ایټمی وسلو او نویو توغندویو پراختیا او ځای پر ځای کولو باندې تمرکز کړی دی .
په طبیعی ډول روسیه به د امریکا د اصلی ایټمی او توغندوی سیال په توګه د واشنګټن د اقداماتو په وړاندی بیکاره کښیننی او هڅه به وکړی چی د نوی توغندوی پروګرامونو په پراختیا سره له امریکا سره هماغه راز ایټمی او توغندوی یو شان والې وساتی . که څه هم پوټین ویلی وو چی که امریکا له ای این ایف تړونه ووځی نو ماسکو به هڅه وکړی تسلیحاتی سیالۍ ته له ورداخلیدا پرته د نړۍ په نوی جیوپولیټیک وضعیت کی خپلې ګټې او سټراټیجیک امنیت تامین کړی خو داسې ښکاری د واشنګټن د ګواښونو د ودې مخ پر وړاندی بهیر به روسیه مجبوره کړی چی له امریکا سره وسله ایزې سیالۍ ته ورداخله شی .
د ای این ایف تړون په له مینځه تلو سره دنیا اوس له ویرونکی لرلید سره مخامخ شوی ده او له دې ور وسته به د نړۍ ستر قدرتونه له کوم محدودیت پرته نویو ویجاړونکیو وسلو پراختیا ته مخه کړی

شریک یي کړئ!