برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۰ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې 7 تنه ووژل شول

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې د جمو او کشمير پوليسو وويل،په دغه نښته کښې چې پرون سحر د کشمير په آنانتناګ سيمه کښې شروع شوې وه او تر بېګا پورې يې دوام ولرۀ د شپږو هندي فوځيانو په شمول څوارلس تنه نور هم ژوبل شول.



له بلې خوا پرون د نهې په ورځ د هند ترکنټرول لاندې کشمير په پلوامه سيمه کښې د هند په امنيتي ځواکونو د وسله والو کسانو په حملهکښې اته تنه ژوبل شول.
وړمه ورځ د ګل په ورځ هم په همدغه پلوامه سيمه کښې د هند په امنيتي ځواکونو د وسله والو کسانو په حمله کښې شپږ هندي امنيتي ځواکونه ژوبل شوي وو چې دوه تنه پرون د زخمونو د سختوالي له امله مړۀ شول.
په عين حال کښې پرون په کشمير کښې دوو هندي فوځيانو ځانونه په ډزو سره ووژل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي