برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د غزې په شمال کې د اسراییلو یوه بې پیلوټه الوتکه وویشتل شوه

آریانانیوز: د غزې تړانګې په شمال کښې د صهیونیسټی پوځیانو یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره شوه.


دغه بې پیلوټه الوتکه د غزې تړانګې په شمال کښې د بیت حانون په آسمان کښې د فلسطین د مقاومت د ډلو له خوا وویشتل شوه او نسکوره شوه.

د فلسطین د اطلاعاتو د مرکز د معلوماتو له مخې، د بې پیلوټه الوتکې د ډول، ماموریت او د هغې د ویشتلو لپاره د کارول شوې وسلې په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.

همداشان څه کم لس ورځې مخکې د فلسطین د مقاومت جنګیالیو په جنین باندې د صهیونیسټ رژیم د پراخو حملو په ترڅ کښې د صهیونیسټ رژیم دوه بې پیلوټه الوتکې رانسکورې کړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي