آریانانیوز: درسندیوپه رپوټ د پاکستان دمشرانو جرګې مرستیال مشرسلیم مانډوي والا دپاکستان په کراچۍ کې له فلسطین څخه دملاتړ دفاؤنډیشن له غړو سره په کتنې کې د فلسطین له ملت څخه ددغه هیواد دملاتړ پر دوام په ټينګارسره ووئيل ، پاکستان د صهونیسټ رژيم دنیواکګریو او ظلمونو په وړاندې چپه خوله نشي کیښناستلی .
دپاکستان دمشرانو جرګې مرستیال مشر زیاته کړې صهیونیسټ رژيم د فلسطنی د مسئلې په حل کې اصلي خنډ دی .
په پاکستان کې له فلسطینه دملاتړ دفاؤنډیشن عمومی منشي صابر ابو مریّم هم وئيلي دي ددغه هیواد مشرانو جرګې استازي باید په فلسطیني ټاټوبو کې د نیواکګر صهیونیسټي رژيم دپراختیا غواړو پلانونو اوددغه رژيم د وروستیو خوځښتونو په محکومیّت کې پریکړه لیک تصویب کړي .
هغه زیاته کړې د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د وحشي او ناروا صهیونیسټي رژيم د موخو له پورا کیداسره د مرستو لپاره د نړیوالو قدرتونو پلان ستره تیروتنه وه ، په داسې حال کې فلسطین یوازې ددغه هیواد له مسلمانانو سره اړه لري . له دې مخکې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم د صهیونیسټ رژيم په ضد د عمران خان د حکومت په دریځ کې هرډول بدلون دروغ بللی او وئيلي ئې وو ،له فلسطینه په ملاتړ او داسرائيلو د په رسمیّت نه پيژندلو کې اسلام اباد د ریځونه اصولي دي اودغه رژيم یو غاصب او نیواکګر رژيم دی .