برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د صهیونیسټی رژیم سره دتړونونه ځنډول

آریانانیوز: د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس له اسرائیلو سره د ټولو تړونونو د ځنډیدا خبر ورکړ .



د محمود عباس دغه فیصله په نیواکی بیت المقدس کښې د اسرائیلو رژیم لخوا د فلسطینیانو د کورونو د ړنګولو د کار له پیلیدا وروسته شوی ده .
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس وویل له اسرائیلو سره دټولو تړونونو ځنډیدل به له نن څخه پیل شی .
د ویلوده چې صهیونیسټ نیواکګر رژیم په یوه() نوی کمپاین کښې په لویدیځې غاړې کښې د فلسطینیانو دکورولو د ړنګولو کار پیل کړی دی .
د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس وویل تر هغه وخته پورې چې فلسطینیانو ته خپل ټول حقونه ورنکړل شی په سیمه کښې به پایداره امنیت ټینګ نشی .
هغه وویل د فلسطین خلک به د ازادۍ هڅو ته دوام ورکړی په دې لاره کښې وخت لګیږی خو بالاخره ازادۍ به دفلسطین دخلکو برخلیک وی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي