برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د صهیونیسټی رژیم د شین او د سپین ائتلاف مشر بني ګانټس د پارلمان له مشرۍ څخه استعفا

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ بني ګانټس وروسته له دې چې په تیرې پنجشنبې ورځ یې د اختلافاتو په دلیل د کابینې د لوړې د مراسمو د لغو کیدا په خاطر یې خپله استعفا بیرته اخیستي وه یوځل بیا له پارلمان څخه استعفا وکړه .
بني ګانټس په تیرې سه شنبې شپې د یوې موافقې په چوکاټ چې د ائتلافي کابینې د جوړولو لپاره یې د صهیونیسټ رژیم د لیکوډ ګوند له مشر او لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره یې درلوله د پارلمان له مشرۍ څخه استعفا کړي وه .
ټاکل شوي وه چې په تیرې پنجشنبې ورځ د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو د کابینې د لوړې مراسم وشي خو د کابینې د څوکیو په سر د لیکوډ ګوند د غړیو ترمینځ د اختلافاتو په دلیل د لوړې مراسم وځنډیدل .
د اسرائیلو اوسنی لومړی وزیر نتانیاهو هڅه کوي د لیکوډ ګوند بیلابیلو ډلو ته د مهمو څوکیو او وزارتونو په ورکولو سره د کابینې د جوړولو لپاره د خپل ګوند ټول غړي راضي کړي .
دغه راپور وايي د اسرائیلو د شین او د سپین ائتلاف مشر بني ګانټس چې له لومړي وزیر نتانیاهو سره د موافقې پراساس ټاکل شوی دی د صهیونیسټ رژیم پړاویز لومړی وزیر شي نشو کولای د پارلمان مشرۍ وساتي او باید له خپل مقام څخه یې استعفا ورکولای .
د صهیونیسټ رژیم سرچینو ویلي دي د لیکوډ ګوند غړی« یاریو لوین» ټاکل شوي ده چې له بني ګانټس وروسته د پارلمان مشر شي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي