برخه -څانګه : politics, social, world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۷ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د شېخ زکزاکي د ازادولو لپاره مظاهرې

د یورپوټ له مخې په نائجېريه کښې مسلمانانو د دغه هېواد د اسلامي غورځنګ په مشر شېخ ابراهيم زکزاکي د حکومت د تورونو په ردولو او بې بنياده بللو سره د هغه د فوري او بې قېدو شرطه ازادولو غوښتنه وکړه.


د نائجېريې په پائېتخت ابوجا او د دغه هېواد په ځينو نورو ښارونو کښې د شېخ زکزاکي د بې وجې نيونې د دوام په خلاف مظاهرې هم هغه شان دوام لري.
د نائجېريې د اسلامي غورځنګ چارواکو د شېخ زکزاکي بېګناهۍ ته په اشارې سره د دغه هېواد حکومت د دغه غورځنګ د ختمولو لپاره په هلو ځلو تورن کړ.
شېخ ابراهيم زاکزاکي او مېرمن يې د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په ۱۳ نېټه د نائجېريې د شمال د کادونا صبوې به زاريا ښار کښې په يوې امامباړې باندې د دغه هېواد فوځيانو په حمله کښې ونيول شول.
په دغه حمله کښې د شېخ زکزاکي د دريو زامنو په شمول په سلګونو تنه شهيدان شول.
د نائجېريې سترې محکمې يا سپريم کورټ د شېخ زکزاکي او د هغه د مېرمن د ازادولو حکم صادر کړے دے خو د دغه هېواد حکومت او فوځ د هغه د سختې بيمارۍ او کمزورۍ باوجود د دغه حکم عملي کولو ته تيار نه دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي