آریانانیوز: د فلسطین روغتیا وزارت ویلي چې په دغه شمیر زخمیانو کښې ښځې او ماشومان هم موجود دي.
د فلسطینیانو لخوا د ستنیدو د حق صلحه ایز لاریونه د روان کال د مارچ له دیرشمې نیټې څخه د ځمکې د ورځې په مناسبت په غزه کښې پیل شوی چې لاهم روان دی.
په دغه موده کښې د لاریون ۱۷۰ ګډونوال د اسرائیلي پوځیانو د ډزو له امله شهیدان او ۱۸ زره نور زخمي شوي دي.