آریانانیوز: د فلسطین د روغتیا وزارت بیګا د غزې په تړانګه کښې د ستنیدو د حق د ستر لاریون پ درې دیرشمه جمعه د یو فلسطیني د شهادت او د ۳۷ نورو د زخمي کیدو خبر ورکړ.
العالم چینل د فلسطین د روغتیا وزارت په حواله وايي: په زخمیانو کښې څو ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د ستنیدو د حق صلح ایز لاریون د روان کال د مارچ میاشتې له دیرشمې نیټې څخه د ځمکې د ورځې په مناسبت په غزې تړانګه کښې پیل شوی چې لاهم دوام لري.
په دې موده کښې د اسرائیلي پوځیانو د ډزو له امله څه باندې ۲۳۰ فلسطینیان شهیدان شوي او کابو ۲۳ زره نور زخمي شوي دي.