آریانانیوز: د عراق د کورنيو چارو په وزارت کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د برخې مديرد ترهه ګريزو عملياتو د ترسره کولو لپاره ځينو عربو او غېر عبو هېوادونو ته د داعشي ښځو عناصر د نفوذ په باره کښې خبرداری ورکړ.
ابوعلي البصري نن له الصباح ورځپاڼې سره په مرکه کښې وويل، داعش د نړۍ د ترټولو خطرناکې ترهه ګرې په توګه د ترهه ګرو ښځو په استعمالولو سره د هغه څه په شان چې په دې وروستيو وختونو کښې يې په سوريې او تيونس کښې رامنځته شول په څو عربو او غېر عربو هېوادونو کښې ځان وژونکي عمليات ترسره کول غواړي.