برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د تایوان د پوځ لوی درستیز د الوتکې د لوېدو په پېښه کې ووژل شو

آرینانیوز: دیورپوټ له مخی د تایوان هیواد دولتي سرچینو د «بي بي سي» انګلیسي څانګې ته ویلي، چې لوی درستیز له اتو نورو کسانو سره یو ځای هغه مهال ووژل شو، کله چې یې پوځي بلک هاک الوتکه د هوا د خرابوالي له امله د بېړنۍ ناستې په وخت کې ولوېده
ویل کېږي، یاده بلک هاک الوتکه د تایوان شمال ته یوه پوځي مرکز ته پر لاره وه، چې د لوړپوړو نظامي چارواکو په ګډون ټولټال دوولس نفره پکې سپاره وو او له منځه یې څلور تنه ژغورل شوي؛ خو پاتې یې تر الوتکې لاندې شوي
چارواکي وایي، د ژغورنې دډلو تر څنګ دوې نظامي چورلکې او اتیا تنه سرتېري هم د پېښې ځای ته رسېدلي او د لوی درستیز د موندلو په هڅه کې دي
تېر کال تایوان شپېته بلک هاک الوتکې له امریکا وپېرلې؛ خو دا څرګنده نه ده، چې د لوی درستیز لوېدلې الوتکه هم د همدې شپېتو له ډلې وه یا نه.

شریک یي کړئ!