برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د امریکا په دروغ ویلو د بخښنې د نړیوال سازمان ټینګار

آریانانیوز: امریکا د ۲۰۰۱ کال د ستمبر د یوولسمې له پیښې وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د نړۍ په مختلفو سیمې کښې د پوځي اقداماتو په ترڅ کښې د افغانستان او عراق په دوو هیوادونو حمله وکړه او هغه یې ونیول. هم داشان د امریکې د استخباراتو مرکزي ادارې (سي، آيي، ای) او پینټاګان د پاکستان، یمن او صومالیا په شان ځینو هیوادونو کښې د بې پایلټه الوتکو حملې کړې دي. د دغو حملو نتیجه د زرګونو کسانو وژله او د بیخ بیناؤ پراخه خرابتیا وه.
خو له دغه حقیقت سره سره امریکا تل مدعي شوې چې په مختلفو هیوادونو کښې یې د هوايي او ډرون حملو تلفات محدود پاتې شوې دي. دې مسئلې د بخښنې د نړیوال سازمان سخت غبرګون په ځان پسې لرلې دی. د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د امریکې دفاع وزارت (پینټاګان) د افغانستان، پاکستان او عراق په شمول د سیمې په هیوادونو کښې په خپلو هوايي حملو کښې د وژل شویو د شمیر په هکله دروغ وايي. د بشري حقوقو دغه ارګان په خپل یو ټویټر پیغام کښې د امریکې په هوايي بریدونو کښې د ملکي وګړو د وژلې د احصائیو په هکله د دغه هیواد له دروغو پرده پورته کړې او وايي چې واشنګټن په دې هکله د کره احصائیو له وړاندې کولو ډډه کوي.
د عفوې یا بخښنې نړیوال سازمان په دغه پيغام کښې په ۲۰۱۹ کال کښې د امریکې په هوايي بریدونو کښې د ۱۳۰ ملکیانو د وژل کیدو په هکله د پینټاګان رپورټ ته په اشارې سره ولیکل: د هغو پراخو او بشپړو تحقیقاتو له مخې چې مونږ په مختلفو سیمو کښې ترسره کړې دي، د امریکې پوځ تراوسه په خپلو هوايي حملو کښې د مړو او زخمیانو شمیر نه اعلانوي.
د امریکې تر نیواک لاندې هیوادونو او د سوریې په شان هیوادونو کښې چې تش د نامې داعش ضده نړیوال ائتلاف په چوکاټ کښې په کښې شتون لري، د امریکايي ځواکونو د حقیقي کړنلارې په وړاندې د ټرمپ د حکومت کړچار دا دی چې د امریکايي الوتکو او ډرونز د حملو په نتیجه کښې د عامه خلکو او غیرپوځي تلفاتو په هکله ناسم او دروغ معلومات وړاندې کوي او د ملکي وګړو د مړینې شمیر له حقیقته ډیر کم وښايي. امریکایانو په ځلونو د غیرپوځي تلفاتو مسئلې ته بې پامي کړې ده او هغه یې د حاشیه اي زیانونو په توګه بللې ده. موجود مدارک او شواهد او شننې او څیړنې ښودنه کوي چې د داعش ضده ائتلاف د ځواکونو په تیره بیا د امریکایي الوتکو په حملو کښې د ملکي وګړو د وژلې د کمولو لپاره د ضروري احتیاطي تابیاؤ په غوره کولو کښې لټي شوې ده.
د امریکې لپاره یوازنۍ څیز چې اهمیت نه لري، د بیګناه انسانانو ژوند دی چې په هوايي حملو کښې ورته مرګ ژوبله اوړي. دا مسئله د بخښنې د نړیوال سازمان په شمول د بشري حقوقو د ارګانونو د نیوکو سبب کیږي. د بشري حقوقو دغه ارګان د ۲۰۱۸ کال له نیمايي څخه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له داعش ضده امریکايي ائتلافه وغوښتل د هغو هوايي حملو په هکله چې د سوریې د ملکي وګړو د وژل کیدو سبب شوې دي، تحقیقات وکړي.
بله مسئله دا ده چې واشنګټڼ د افغانستان په شمول د امریکايي ځواکونو ترنیواک لاندې سیمو کښې د هغو د جنایتونو په هکله د تحقیقاتو په لړ کښې خنډ اچونه کوي. واشنګټن په افغانستان کښې د امریکايي ځواکونو د جنایتونو په هکله د جزا د نړیوالې محکمې له هر ډول تحقیقاتو سره په کراتو مخالفت کړی دی او په دې لړ کښې یې د ګواښ کړنلاره غوره کړې ده. د جزا په نړیواله محکمه کښې په افغانستان کښې د امریکايي پوځیانو په جنایتونو باندې له غور سره د ټرمپ د حکومت مخالفت د خپلو پوځیانو په غیرانساني سلوک باندې د واشنګټن د خبرتیا نښه ده. د جزا نړیوالې محکمې په ۲۰۱۸ کال کښې پّ افغانستان کښې د جنګي جنایتونو د قربانیانو زرګونه شکایتونه ثبت کړل او په نتیجه کښې وټاکلې شوه چې څارنوال یې دغه مسئله وجاجوي. دې موضوع د امریکې تند غبرګون په ځان پسې درلود او یو په کښې دا و چې واشنګټن د جزا د نړیوالې محکمې د چارواکو په ګواښلو سره امریکې ته د هغې د څارنوال فاتو بنسودا د تګ ویزا لغو کړه. خو د بخښنې نړیوال سازمان بیاهم په افغانستان کښې د امریکايي پوځیانو د جنایتونو د څیړل کیدو غوښتونکی دی.
د بخښنې د نړیوال سازمان د سویلي آسیا د برخې مسئول بیراج پاټنیک په افغانستان کښې د جنګي جنایتونو د قربانیانو د وضعیت څیړنه د جزا د نړیوالې محکمې قانوني او اخلاقي مسئولیت ګڼي.بلکی په عین حال کښې امریکا ځان له نورو ډیر غوره او بیل ګڼي او خپل پوځیان له هرډول قانوني کاروایۍ څخه خوندي بولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي