برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۷ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امریکا د ملي استخباراتو ادارې رييس استعفا

آریانانیوز: د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، د ملي استخباراتو ادارې «ډي اين ای» مشر ډين کوټس له خپلې دندې استعفا ورکړې او پر ځای يې جان ریټکف دغې دندې ته نومول شوی دی.



ټرمپ په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، ډين کوټس تېره ورځ ده ته خپله استعفا ورلېږلې او نوموړی به د اګسټ تر ۱۵مې نېټې خپله دنده پرېږدي.
د ملي استخباراتو اداره په امریکا ډېره مهمه جاسوسي اداره ده او ګڼې استخباراتي ادارې يې تر واک لاندې کار کوي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې ډين کورټس پر دغه دنده ګومارلی و، هغه د ۲۰۱۶ کال انتخاباتو کې د روسيې د مداخلې، د شمالي کوريا او ایران په اړه د ټرمپ له تګلارې سره مخالف و.
ډين کوټس له انډيانا ايالت څخه پخوانی سناتور و، د جمهوري پلوو مهم غړی دی او د ۲۰۱۶ کال ټاکنو په اړه يې ويلي و، چې بې شکه روسيې په دغو انتخاباتو کې د مداخلې هڅه کړې وه.
د ډين کوټس ځای ناستی جان ريټکف له ټيکساس ايالت څخه منتخب سناتور دی او د ټرمپ همفکره سړی بلل کيږي.
هغه د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د روسيې د مداخلې په اړه د ټرمپ د دريځ ملاتړ کړی و.
ځينو حکومتي چارواکو د جان ريټکف له ټاکلو سره مخالفت کړی او وايي، چې نوموړی سياسي سړی دی، د حساسې استخباراتي ادارې د مشرۍ وړتيا نه لري.
ولسمشر ټرمپ د منتقدينو اعتراضونه رد کړي او هيله يې ښکاره کړې، چې شايد جان ريټکف په خپله دنده کې بريالی او د امریکا د ګټو لپاره کار وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي