برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ تیر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د اسلامي همکاريو سازمان د النصیرات پر پنډغالي کې خونړی برید غندلی دی

د اسلامی ملګرتیا سازمان په یوه بیانیه کښې د غزې تړانګې په مرکز د نیواکګر پوځ سختې حملې وغندلې او په نړیوالو محکمو کښې یې د دغه رژیم د مجازات غوښتنه وکړه.


د اسلامي همکاریو سازمان په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د غاصب اسرایلي پوځ له لوري د «وحشیانه قتل عام» چې په نتیجه کې یې په سلګونو فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي دي، غندي.

دغه سازمان له نړیوالو قوانینو سره سم د صهیونیسټ رژیم د تحقیقاتو، ځواب ورکولو او مجازات کولو په ضرورت ټینګار وکړ او په دې برخه کښې یې د نړیوالې جنایی محکمې د رول اهمیت ته اشاره وکړه.

د اسلامي همکاریو سازمان یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې په غزه کې د اسرائیلو د جنګي جنایتونو د درولو لپاره سمدستي مداخله وکړي.

د یادولو وړ ده چې نیواکګرو د غزې تړانګې په مرکز باندې په وحشیانه بریدونو کې تر ۲۱۰ زیات فلسطینیان شهیدان کړي او سیمه یې په وینو لړلې ده.

د عربي پارلمان هم په یوه بیانیه کې د دغه جنایت په اړه غبرګون ښودلی او د اسرائیلو د جنګي جنایتونو په اړه یې د واشنګټن چوپتیا او د دغه جنایت په مخنیوي کې د امریکا بې غوري د دغه جنایت لامل بللی دی.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي