آریانانیوز: دیوراپوپراساس خبری سرچینو دسوریې په الرقه کښې د فرانسې دعسکرو په مرکز کښې د بم چاودنې او د ګڼ شمیر عسکرو د وژل کیدا او دژوبلیدا خبر ورکړ .
د فرات په لویدیځ ختیځه سیمه کښې د فرانسې د عملیاتو په مرکز او په الرقه کښې د بورې(Sugar) په یوې(۱) پخوانۍ کارخانې کښې د فرانسې د پوځیانو د جاسوسۍ او د استخباراتو په مرکز برید وشو .
له دغه چاودنې وروسته دامریکا د ائتلاف ځواکونو سیمه کلابنده کړی ده او دنورو عسکرو د نږدې ورتلو مخه یې ونیوله .
د سوریې د الرقه سیمې وسیدونکو په ځلونو په مظاهرو سره له خپل هیواده د امریکا او د فرانسې دنیواکګرو عسکرو د وتلو او د بهرنیو لاسوهنو د پاې د رسیدا غوښتنه کړی ده .