دیورپوټ په اساس د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ(Islamic Jihad Movement in Palestine) استازی ناصر ابو شریف وویل دفلسطین مقاومت ډلې له صهیونیسټ رژیم سره بشپړه مخالفت او تضاد لری او د خدای پاک په مهربانۍ سره ددغه رژیم نابودۍ نږدې ده .
هغه پرون په تهران کښې د فلسطین د ملاتړو فعالانو په غونډې کښې قدس ته د بیرته ورستنیدا مسله الهی پریکنده ژمنه وبلله او ویې وویل د خواشینۍ خبره ده چې دمسلمانو عربی هیوادونو ځینې مشران له صهیونیسټ رژیم سره ښکاره اړیکې ټینګوی او له دغه رژیم سره ملګرتیا کوی .
ناصر ابوشریف وویل دملګروملتونو له امنیت شورا او یا عربو اتحادیې څخه د نیواکی ټاټوبو د ازادولو هیڅ توقع نشته او خبرې هم هیڅ ګټه نلری او په اوسنیوشرایطو کښې یوازې مقاومت دی چې د صهیونیسټ رژیم د نیواکګرۍ د دوام مخه نیولای شی .