دصهیونیسټ رژیم هاارتص(Haaretz) ورځپاڼې وویل دایران اسلامی جمهوریت دصهیونیسټ رژیم له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو(Benjamin Netanyahu) سره د امریکا دنوی خارجه وزیر مایک پمپئو(Mike Pompeo) د خبرو اترو اصلی چورلیز دی .
د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو چې همدا اوس په عربستان کښې دی ټاکل شوی ده نن په نیواکی فلسطین کښې د اسرائیلو له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو سره کتنه اوخبرې وکړی .
هاارتص ورځپاڼې وویل داسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو به دامریکا له خارجه وزیر مایک پومپئو سره په کتنې کښې دایران او د پینځه جمع یوې ډلې ترمینځ دلاسلیک شوی اټومی موافقې د لغوه کولو پرضرورت ټینګار وکړی .
سعودی رژیم او صهیونیسټ رژیم په مینځنی ختیځ کښې د امریکا اصلی متحدان دی .
دایران اسلامی جمهوریت په سیمه کښې د امریکا، سعودی عربستان او د صهیونیسټ رژیم له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسی رول لری .