آریانانیوز: دامریکا پخوانی ولسمشر باراک اوباما د ولسمشر ترمپ سیاستونه او ویناوې له دروغو ډکې وبللې .
هغه د اپارتایډ پرضد د جنوبی افریقا د ازادی غواړو مبارزو(مبارزات) د مشر او ددغه هیواد دپخوانی ولسمشر نیلسن منډیلا د سلمې(۱۰۰) کلیزې په مناسبت په یوې(۱) وینا کښې دخپل ځاې ناستی ډونالډ ټرمپ له دروغ ویلو او بدمعاشۍ په ډک سیاست نیوکه وکړه .
باراک اوباما وویل د امریکا د ولسمشر ټرمپ سیاستونه ظالمانه دی .
دامریکا پخوانی ولسمشر باراک اوباما د اوسنی ولسمشر ټرمپ په سیاستونو نیوکې سره وویل د کډوالو پرضد سختیانې او د پاریس له اب وهوا تړون او اټومی موافقې وتل ناسم اقدامات وو .
هغه دا خبره ومنله چې په امریکا کښې توکمیز توپیر شته او دا یو(۱) ښکاره حقیقت دی .