برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دامریکا له یواړخیزپالنې سره دچین او روسیه جدی مقابله

آریانانیوز: د چین او روسیې صدراعظمانو په نړۍ کې د امریکا له یو اړخیز پالو سیاستونو سره د دجدی مقابلې لپاره د دواړو هیوادونو کلک هوډ اعلان کړ.
راپور ښئ لی کیه چیانګ او دیمیتری مدودوف بیګا په بیجینګ کې د دواړو هیوادونو د حکومتونو په درویشتمې ناستې کې اعلان کړی ، دامریکا له یواړخیز پالنې سره مخالف دی او هیڅکله هم اجازت نه ورکوی دنړۍ څو اړخیز نظامونه وسپړل اوبدل شی .
د چین اوروسیې لومړی وزیرانو ټینګار کړی ، یواړخیز پالنه دنړۍ لپاره یوه جدی خطره ده او چین اور وسیې فیصله کړې ، په نړۍ کې دامنیت اوثبات په چوکاټ کې د تجارت دنړیوالې موسسې پشمول له څواړخیزو نظامونو ساتنه وکړی .
د دواړو هیوادونو لوړپوړو چارواکو همداراز موافقه کړې و له پولو ورآخوا تجارت پراخ کړی او دانرژۍ ،پانګونې ،هوائی چلند، ټوریزم،سپورټ ،دځوانانو دچارو او دمبادلو په زمینې کې خپلې راکړې ورکړې څه دپاسه سل میلیارډ ډالری ارزښت ته ورسوی

شریک یي کړئ!